امنیت

نهه وسله وال طالبان په سرپل کې ونيول شول

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر
نهه وسله وال طالبان تېره شپه په سرپل کې د پوځي عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان په هغو عملياتوکې چې د دغه ولايت مرکز ته څېرمه ترسره شول؛ ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: په عملياتوکې چې ٢٤ساعته د هغه له پيل څخه تېرېږي؛ تراوسه ٥٠ ماينونه او د دښمن درې قرارګاوې له منځه وړل شوې دي او د طالبانو ٩موترسايکلونه، دوه مخابرې او يوه اندازه مهمات هم د پوځيانو لاس ته ورغلي دي.
خبرځاى زياته کړه چې په عملياتوکې څو کلي په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
ويل کېږي دغه عمليات د ډار اچوونکو له شتون څخه د دغه ولايت د نا امنو سيمو تر بشپړ پاکولو پورې دوام کوي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته