سیاست

د رايوورکولو پاڼې کابل ته را ورسيدې

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د رايو ورکولولومړۍ انډې پاڼې له دوبى څخه  کابل ته راورسيدې.
د باخترآژانس دخبر له مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نورددغه خبرپه تاييدولوسره رسنيو ته ويلې دي چې د جمهوري رياست د انتخاباتو د راى ورکولو١٤مليونه پاڼې او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د راى ورکولو څوارلس مليونه پاڼې او نور سندونه کابل ته را ورسيدل.
د ده دڅرګندونوله مخې: دغه پاڼې به د راى ورکولو په مرکزونو او ولايتونو تر ويشلو پورې محفوظې وي او د انتخاباتو له ترسره کولوڅخه شل ورځې مخکې به د راى ورکولو مرکزونو ته وليږدول شي.
ټاکل شوې ده د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو انتخابات د١٣٩٣ کال د ورې د مياشتې په ١٦ نيټه ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته