کابل باختردکب دمياشتې ٢١ :
دملي دفاع وزارت خبرتيا !
دملي دفاع وزارت په پام کې لري، په شرايطو برابريوشمېرکسان د تدارکاتو، مالي ، بشري منابعو، انجينرى او د معلوماتي تکنالوجي په برخوکې د قراردادي کارکوونکو په توګه په دغو شرايطو استخدام کړي:
_ د اقتصاد، مالي چارو، انجينري ، تدارکاتي او سو داګرۍ په څانګوکې دلږترلږه د ليسانس اويا ماستر په سويه د لوړو زده کړو لرل.
_ په دولتي او غيردولتي مرکزونو کې د درې کلنې کاري تجربې لرل.
_ په انګليسي ژبې بشپړه واکمنۍ ( ليکل _ خبرې کول )
_ له کمپيوټر سره ښه بلدتيا
مينه وال کولاى شي دخپلو سوانحو لنډيز ( CV ) دخبرتيا دخپريدو له نيټې څخه تريوې اوونۍ پورې دغه بريښنا پتې ته وليږدي :[email protected]
8 د یوې دقیقې څخه لږ