امنیت

په غور کې د رايې ورکولو په يوه مرکز کې دځانمرګي بريد مخه ونيول شوه.

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
دغور ولايت امنيتي مامورينو د رايې ورکولو په يوه مرکز کې ديوې ځانمرګي پيښې مخه ونيوله.
دغه ځانمرګى يرغلګر مخکې له دې چې ځان په غور کې د رايې ورکوونکو ښځو دليکو په وړاندې ځان وچوي نيول شوى دى .
دغور ولايت امنيه قوماندان جنرال دلاورشاه دلاور دباختر آژانس خبريال ته وويل دغه يرغلګر غوښتل دچغچران په ښارکې ديوه مرکز ښځينه څانګې ته په ننوتو سره په خونړۍ ترورستي پيښې لاس پورې کړي.
دجنرال دلاور دڅرګندونو له مخې امنيتي مامورين په ښه توګه په دې بريالي شوي دي چې دانتخاباتو او د رايې ورکوونکو امنيت تامين کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته