امنیت

دميدان ورد ګو ولايت دچک ولسوالۍ ته دطالبانو تش په نامه ولسوالۍ اوپوځي قوماندان وو ژل شو

کابل باختردلړم دمياشتې ١ :
دميدان وردګو ولايت  چک ولسوالۍ ته دطالبانو تش په نامه ولسوال اوپوځي مسوول له افغان ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول.
دغه دوه تنه تيره شپه  هغه وخت ووژل شول چې له خپلو افرادوسره يي دچک ولسوالۍ  په دولتي او نظامي تاسيساتو  بريدونه وکړي.
ويل کېږي چې په دې پيښه کې څلور تنه نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
دميد ان وردګو ولايت دپوليسو ويندوى له باخترا ژانس سره په  اړيکه کې تائيد کړه چې په دې نښته کې دچګ ولسوالۍ ته دطالبانو تش په نامه ولسوال اويو تن بل چې دغي ولسوالۍ ته دطالبانو په اصطلاح پوځي مسوول و ددوي ترامر لاندي له څلورو تنوسره وژل شوي دي.
درارسيدلو خبرونوله مخې  په دې پيښه کې دوسله والو طالبانو څو نورجنګي وسايل هم دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په همدي حال  کې دميدان وردګو ولايت دپوليسو ويندوى وايي چې دطالبانو ددغو قوماندانانو په وژل کېدو سره به په چک ولسوالۍ کې امنيت ښه شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته