ټولنه

دبريښنا ددوامداره شليدو په غبرګون کې دهرات دولايتي شورا اودخلکو غونډه.

 

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ١٥ :

دولايتي شورا رييس او غړو دبريښنا ددوامداره بنديدل اودهرات دخلکو دستونزو دزياتوالي  په اعتراض کې له خپلو يوشميرموکلينوسره په ورزشي لوبغالي کې غونډه وکړه ،

دهرات دولايتي شورا رييس ډاکتر عبدالظاهر فيض زاده په دې غونډه کې سوله ييز اعتراض دخلکو حق وباله او ويې ويل:  دخلکو استازي دټولنې دبيلابيلو قشرونو  دملګرتيا په خاطر نن دلته راټول شوي دي  چې دمظلومو خلکو غږ په هيواد کې دمسوولو مقاماتو غوږونو ته ورسوي.

په دې غونډه کې دولايتي شورا په رييس او غړو برسيره  يو زيات شمير مشرانو ، دګذر وکيلانو او مخورو هم ګډون درلود. خلکو دبريښنا دبنديدو له امله دخلکو دستونزو دڅيړنې غوښتنه وکړه .

دوى  دمسوولينو په نه پاملرنې انتقاد وکړ او وايي په وروستيو ورځو کې دهوا دسړښت له زياتيدوسره  جوخت اودبريښنا په کمښت سره خلک له  زياتو ستونزسره مخامخ شوي دي .

ماشومان په موسمي ناروغيو اخته شوي دي  او دهرات اقتصادي څرخ په ټپه دريدلى دى .

دولايتي شورا رييس ډاکتر فيض زاده  خلکو ته داسانتياو برابرول ددولت له اساسي دندو  څخه وبلل او ويې ويل خلک حق لري   په دغه شان سوله ييزو غونډه خپلې قانوني ستونزې طرحه کړي  اوپه دې لاره کې  به ولايتي شورا هم دهغوى ملاتړ وکړي.

ده وويل: ولايتي شورا  هوډمنه ده چې له خلکوسره يوځاى دهغوى دستونزو په لري کولو کې هلې ځلې وکړي. که چيري دخلکو غوښتنو ته مناسب ځواب ورنه کړاي شي په پراخو مظاهرو به لاس پورې کړي.

دغه غوڼده په داسې حال کې جوړيږي چې  څو ورځې مخکې يوزيات شمير خلکو اودګذر وکيلانو په  ولايتي شورا  کې  په غونډې سره  دبريښنا دانرژي دکمښت مسلې ته دمسوولينو دجدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

دغه راز په دې اوونۍ کې خبريالانو هم  په هرات کې  دبريښنا انرژي د کمښت له حالت څخه  خپله انديښنه څرگنده کړه .

په همدې حال کې دبريښنا مسوولينو دبريښنا دانرژي دکمښت علت دترکمنستان له خوا دتخنيکي ستونزو رامنځته کول اعلام کړل او ويې ويل چې دغه ستونزه به ډير ژر حل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته