نړۍ

دسوريي دکيمياوي وسلو دله منځه وړلو ماموريت پيل شو .

دمشق دويچه ويله باختر د تلي لسمه :
په سوريې کې دکيمياوي وسلو دتشخيص  او له منځه وړلو لپاره نړيوال ماموريت  پيل شو .
دهالند په دنهاګ کې دکيمياوي  وسلو دمنع کولو دسازمان دکتوونکو شل کسيز ټيم سوريې ته ورسيد .
دغه کارپوهان دسوريې دکيمياوي وسلو زيرمي څيړې او دراتلونکي کال تر نيمايي پورې دهغو دله منځه وړلو لپاره تيارى  نيسي .
دبشارالاسد درژيم  دزهري ګاز او نورو جنګي کيمياوي  توکو  په زيرمو کې
زره ټنه اټکل شوى دى  .
دکيمياوي وسلو دبندولو دسازمان کارپوهان دملګروملتو دسازمان دامنيت دشورا په لارښوونه دغه ماموريت تر سره کوي .
وروسته  له هغه چې روسيه  او امريکا دسوريې دکيمياوي  وسلو په باب موافقې ته ورسيدل  دتيرې جمعې په ورځ امنيت شورا په سوريه کې  دکيمياوي وسلو دله منځه وړلو په خاطر يو پريکړه ليک تصويب کړ چې دغه پريکړه ليک د روان ميلادي کال  دزمري دمياشتې دديرشمي نيټې دبريد په وړاندي يو ځواب دى
چې دمشق  ته څيرمه  له  زهري ګازو څخه په استفادي سره  وشو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته