سیاست

سردارمحمد نادر نعيم په انتخاباتو کې دګډون په خاطر خپل نوم وليکه .

کابل باختر د تلي  څوارلسمه :
سردارمحمد نادرنعيم دجمهوري رياست په انتخاباتو کې دکانديد په توګه نوم وليکه .
دباخترآژانس دخبر له مخې :   د ارواښاد سردارمحمدنعيم لمسى سردارمحمد نادرنعيم دجمهوري رياست په انتخاباتو کې دکانديد په توګه خپل نوم ثبت کړ .
داقتصادي  چاروکارپوه تاج محمداکبر او عزيز الله پويا يې دخپلو مرستيالانو په توګه معرفي کړي دي
دسردارمحمد نادر نعيم په نوم ليکنې سره دجمهوري رياست پست ته  دکانديدانو شمير دولسو تنو ته ورسيد
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مسوولين وايي چې  دنوم ليکنې بهير به نن تر ناوخته پورې دوام وکړي او  دوى ديو شمير نورو اشخاصو نوم ليکنې ته  سترګې
په لاره  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته