سیاست

جمهور رئیس غني د چین سفیر خپل حضور ته ومانه

کابل/ باختر/ د زمري دمياشتې ١۱ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د چين د ولسي جمهوريت  سفیر لیو جین سونګ په ارګ کې خپل حضور ته ومانه. 
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې لیو جین سونګ د چین د جمهور رئیس نېکې هیلې جمهور رئیس غني ته وړاندې کړې او وې ویل، چین په افغانستان کې وچکالۍ او سېلاب ځپلو سره مالي او د خوراکي توکو مرسته کوي. همدارنګه یې هېواد د طبیعي پېښو پر وړاندې د اړوندو وزارتونو او ادارو د تخنیکي پوهې او ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې هم همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي وویل، هېواد یې د تېر په څېر په راتلونکي کې هم د اوربند او د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ټینګ ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه، چین کوښښ کوي چې د سیمې د امنیت، ثبات او پرمختګ په برخه کې فعال رول ولري.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره د چین د همکاریو ترڅنګ د یاد هېواد د جمهور رئیس د حسن نیت قدرداني وکړه او د چین له سفیر څخه یې وغوښتل چې د ده نېکې هیلې د چین جمهور رئیس ته ورسوي.
محمد اشرف غني د سیمې په ثبات او پرمختګ کې د چین هېواد رول مهم وباله او زیاته یې کړه، افغان حکومت هم په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته