غزني/ باختر دثور نولسمه :
پنځه تنه ډار اچوونکي تېره شپه د غزني ښار په مربوطاتوکې ووژل شول.
د غزني ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل باختر آژانس ته وويل: د هغې جګړې له امله چې د ملي اردو د ځواکونو او ډار اچوونکو ترمنځ دغزني ښار په شهباز خان سيمه کې ونښته، پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول .
دغه راز امنيتي ځواکونو په دې ساحه کې پنځه ماينونه چې وسله والو مخالفينو د ملکي وګړو او د پوځيانو د له منځه وړلو په خاطر په ساحه کې ځاى پرځاى کړي و، کشف او شنډ کړل .
ده زياته کړه چې په دې نښته کې د ملي اردو دوه تنه منسوبين هم ټپيان شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ