کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون يو تن په دغه ولايت کې د ٢٢ کيلوګرامو نشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيوه .
دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد باقر مسعود باختر آژانس ته وويل : چې دغه سړى له ٢٢ کيلوګرامو نشه يي توکو سره دسمنګانو ولايت په عمومي لاره کې ونيول شو.
دپوليسو مقامات خپل ټول برياليتوبونه دخلکو دهمکاريو زيږنده بولي.