سیاست

حامد کرزي د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل باختر دتلې ٢٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن له غرمې مخکې د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي لوغا فبیوس سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې دواړو لوریو له نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د مسؤولیتونو د انتقال، د ترورېزم پر خلاف د جګړې د څرنګوالي، په سیمه کې د افراطیت د تقویت او له افغانستان سره د فرانسې د مرستو او همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
جمهور رئیس حامد کرزي فرانسه د افغانستان تاریخي دوست هېواد وباله او په تېرو کلونو کې یې ددوی د مرستو له امله مننه او قدرداني وکړه.
حامد کرزي وویل چې د افغانستان په کچه په تېرو یوولسو کلونو کې د روغتیا په برخه کې ډېر کارونه شوي دي، خو لاهم یو شمېر افغانان دې ته  اړ دي چې د درملنې لپاره بهر ته لاړ شي. ده د فرانسې له هېواده وغوښتل چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې خپلې مرستې او همکارۍ لا پراخه کړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر خوښي څرګنده کړه چې د افغانستان او فرانسې تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو معاهده ددواړو هېوادونو د پارلمانونو لخوا تائید شوه. ده زیاته کړه چې هېواد به یې د دغې معاهدې په چوکاټ کې له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته