کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
په بدخشان ولايت کې د رايې ورکولو مرکزونه له دوه سوه اتيا مرکزونو څخه درې سوه پنځلسو مرکزونوته زياتيږي.
دبدخشان د والي ويندوى احمد نويد فروتن باختر آژانس ته وويل چې دغه اقدام رايې ورکوونکو ته د زياتو اسانتياوو د برابرولو په خاطر نيول شوى دى .
ده زياته کړه: دانتخاباتي مرکزونه د امنيت دتامينولو لپاره امنيتي ځواکونو عملي پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي او د هغو سيمو اوسيدونکي چې د نا امنۍ ترګواښ لاندې دي؛ کولاى شي په هغو مرکزونوکې چې په امنو سيموکې جوړشوي دي؛ خپله رايه وکاروي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ