محمود راقي باختر د لړم دمياشتې ٢٢ نيټه :
په کاپيسا ولايت کې اته تنه ډار اچوونکي په تيرو ٢٤ ساعتوکې د سيلاب_٣ چاڼيزو عملياتو له امله ووژل شول.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د دغه ولايت د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې ووژل شول.
ده وويل چې د دغو عملياتو له امله چې پرون سهار پيل شول؛ تر اوسه پورې يوشمېرکلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي او په دغوکليوکې د پوځيانو پلټنې دوام لري.
خبرځاى زياته کړه: دغه عمليات په دغو ولسواليوکې د ډار اچوونکو تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ