امنیت

په روزګان کې د طالبانو د جنګي وسایلو د يوې زېرمې کشف

٥-کابل/ دتلې ١٨مه/ باختر
د وسله والو طالبانو د جنګي وسایلو یوه زېرمه په روزګان کې کشف شوه.
دغه زېرمه د ترینګوټ ښارته څېرمه د طالبانو په پټنځي کې ساتل کېده.
د هېواد په جنوب کې یوه پوځي قوماندان باختر آژانس ته وویل چې له دغې زېرمې څخه لسګونه سپک او درانده جنګي وسایل ترلاسه شوي دي.
د پېښې په اړوند تراوسه څوک نه دي نیول شوي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته