امنیت

دملي امنيت د منسو بينو د تيري يوې اوونۍ کړه وړه بيان شول

کند هار باختر د سلواغى ٢٢ مـــــــــــــه

دتيري يوې اوونۍ په بهير کې د کند هار ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې دجلا جلا عمليا تو په بهير کې يو تن وسله وال مخالف ووژل شو او اووه تنه وسله وال مخالفين ، لس تنه جنا يي مجرمين اود نشه يي توکو پنځه تنه قا چاق وړونکي نيول شوي دي .

 دغه ټکې د کند هار ولايت د امنيې قو ما ندا نۍ د امنيت امر سمو نوال رحمت الله اطرا في ددغه ولايت له رسنيو سره په يوه خبري کنفرانس کې څرګند کړ او وى ويل په دغو عمليا تو کې يو موټر سايکل، دګازو يو ويشت ډبي ،دوه ديګه چاوديدو نکې تو کي ، پنځه څلويښت کيلو ګرا مه باروت ، د تو غندي لس ماينو نه او يو سل څلويښت تو مانچې ترلاسه شوي دي

دده دڅرګند ونو له مخې د تيري اوونۍ په بهير کې د نشه يي تو کو پرخلاف عمليات هم شوي دي او په دې اړوند له پنځو تنو قاچاق وړونکو څخه پنځوس کيلو ګرامه هيرو ئين ترلاسه شوي دي

ده زيا ته کړه دغه را ز په کند هار کې لس تنه د جنا يي جرمونو په تور نيول شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته