ټولنه

د ماشوم د ادبیاتو ملي ټولنه جوړيږي

کابل باختر د چنګاښ د مياشتې ۱۷ مه
د افغانستان د جمهور رېيس په نوښت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هلو ځلو د ماشوم د ادبیاتو ملي ټولنه جوړيږي.
د باختر اژانس د خبر له مخې: په هغه ناسته کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري وويل چې د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو ملي ټولنې په نامه د ماشوم د ادبیاتو ټولنه د جمهور ریېس محمد اشرف غني په نوښت او د دغه وزارت په هلو ځلو جوړيږي.
باوري زياته کړه چې د دغې ټولنې د جوړولو لپاره به د ليکوالانو او د هغو ټولنو چې د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې کار کوي، تر آندونو اخيستلو وروسته به يوه مقرره او طرحه جوړه شي چې د هغو په رڼا کې به ټول کارونه ترسره شي.
د ده د څرګندونو له مخې: دغه ټولنه به نه يواځې د ماشومانو لپاره کار کوي، بلکې تنکي ځوانان به هم  په کې په پام کې ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته