سیاست

جمهوررئیس غني او د قطر امیر د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا مفصلې خبرې وکړې

کابل / باختر / د سلواغې د مياشتې ۲۷مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د مونیخ  امنیتي کنفرانس په څنډه کې پرون مازدیګر د قطر له امیر اعليحضرت شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وکتل.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د قطر امیر اعلیحضرت شیخ تمیم بن حمد آل ثاني وویل چې هېواد یې د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي.
جمهوررئیس د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې له پروسې څخه د قطر د ملاتړ قدرداني وکړه او ویې ویل، د افغانستان خلک د ۴۰ کلن بحران د پایته رسېدو په انتظار دي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته