امنیت

په کندز اوشينډڼد کې ددوو ماينونو دچاودنو له امله دوه تنه ووژل شول

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٥ :
دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماين دچاودنې له امله يو ملکې وګړي ووژل شو او درې تنه نورملکې ملګي وګړي ټپيان شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دملکې وګړو دسپرلۍ موټر ددغې ولسوالۍ  دده نو کلي له ساحې څخه تيريده په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وخت يوه سپرلۍ ووژل شوه او درې تنه نوريې ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې  دکندز ولايت  يو اوسيدونکې  په کندز ښارکې  په ورته پيښه کې  ووژل شو.
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو ماين پرون دکندز ښار په څلورمه ناحيه کې و چاوديد .
په دې  پيښه کې دوه تنه نور ملکې وګړي ټپيان شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته