صنعا رويترز باختردلړم دمياشتې ٢٢:
په يمن کې يوې محکمې پرون ددغه هيواد نهه تنه اتباع د يمن حوثيانو ته له ايران څخه دوسلو دقاچاقو په تور په سزا محکوم کړل.
د رويترز دخبري آژانس دخبرله مخې : ددغو وسلو دسپرلۍ بيړۍ دتيرکال په مرغومي مياشت کې ديمن په اوبو کې نيول شوې وه .
ديمني او امريکايي مقاماتو دڅرگندونوله مخې په دغې بيړۍ کې له ځمکې څخه هوا ته دتوغنديو په ګډون يوه زياته اندازه وسلې وې چې ديمنې ياغيانو ته ليږل شوي وي .
يمن څو څو ځلي په ايران تور لګولي دي چې له حوثي شيعيانوسره مرسته کوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ