کابل باختر د وري دريمه :
په ننګرهار ولايت کې دپوځيانو دهوايي بريد له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو جګړه مارانو تيره شپه دننګرهار ولايت دلعل پورې ولسوالۍ بازار ته څيرمه ددوى په پټنځي کې بريد وشو .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريا ته وويل چې په دې هوايي بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې دغه جګړه ماران دلعل پورې ولسوالۍ بازار ته څيرمه په خپل پټنځي کې ديولړ تروريستي بريدونو په طرحه کولو بوخت و چې بريد پرې وشو .
ويل کيږي چې په دې هوايي بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ