امنیت

په ارزګان کې د ملى امنيت د څلورو تنو کارکوونکو مرګ ژوبله

کابل – باختر آژانس دمرغومې اوويشتمه :
په ارزګان ولايت کې د ماين دچاودنې له امله دملي امنيت دوه تنه کار کوونکي  ووژل شول.
ددغې پيښې له امله چې نن له غرمې مخکې په لس نيمو بجو دترينکوټ ښار په مربوطاتو کې رامنځته شوه؛ د ملي امنيت دوه تنه نور کارکوونکي ټپيان شوي دي.
د رازګان ولايت دملي امنيت رييس جنرال خان محمد باختر آژانس ته وويل: دغه کارکوونکي د طالبانو له خوا د ښخ کړل شوى ماين په شنډولو بوخت و چې چاودنه وشوه.
جنرال خان محمد وايي: د دغې چاودنې له امله د ارزګان ولايت دملي امنيت دوه تنه کارکوونکي ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
له بله پلوه به ترينکوټ روغتون کې ډاکترانو ددغې چاودنې دټپيانو روغتيايي حالت خراب بولي.
د ارزګان دملي امنيت رييس وايي چې ددغې پيښې دعاملانو د نيولو لپاره هڅې پيل شوي دي.
تيره شپه هم دملي امنيت يو کارکوونکى به ترينکوټ ښارکې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو د ډزو له امله ووژل شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته