-کابل باختر دچنګاښ ١٤ مه
د رکا دتحقيق او څېړنې دمرکز او دافغانستان دتحقيق او څېړنې دواحد داستازو ترمنځ دهمکارۍ تفاهم ليک پرون دهېواد دبهرنيوچارو وزارت دسياسي معين ادريس زمان په وړاندې لاسليک شو .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دهمکارۍ ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په مراسمو کې ادريس زمان دسيمه ييزو او له سيمې څخه بهر دګډو کارونو په لاره کې د رکا دتحقيق او څېړنې د مرکز او دافغانستان دتحقيق او څېړنې دواحد ترمنځ دهمکارۍ دتفاهم ليک لاسليک کول چې سوداګرى ، هوايي دهلېزونه او د خصوصي برخې وده د رکا په چوکاټ کې شامل دى مهم وباله او دافغانستان دتحقيق اوڅېړنې دواحد دهلوځلو له امله يې قدرداني وکړه .
دافغانستان دتحقيق او څېړنې واحد په سياسي او ټولنيزو برخو کې چې طبعيي زېرمې ، معيشت او ژوندانه اوټولنيزې پاليسي پکې شامل دي فعاليت کوي .
ختم_ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل