کابلباختر داسد ٢
دکورنيو چارو وزارت ويندوى يوځل بيا د ولسي جرګې له خوا د کورنيو چارو د وزير سترپاسوال مجتبي پتنګ د اعتماد سلب غيرموجه اود قانون پرخلاف وباله.
دباختراژانس دخبر له مخې ، د کورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقى نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه چې د ولسي جرګې له خوا د کورنيو چارو دوزير داعتماد سلب يو غير مو جه اودقانون پرخلاف حرکت دى چې زياتره دشخصي عقدو زيږنده ده چې دکورنيو چارو دوزير د استيضاح سبب شوې ده .
دغه راز د وکيلانو نصاب نه دى شميرل شوى چې نه شي کولاي پريکړه يې قانوني وبولو .
ده وويل چې د کورنيو چارو له وزارت سره د ولسي جرګې ديو زيات شميرغړو پرخلاف سندونه شته چې د ولسي جرګې ديو شمير غړو له خوا دسرغړونو څرګندوى دى چې د هيواد لوى څارنوالۍ ته به وسپارل شي .
صديقي زياته کړه چې موږ دسترې محکمې پريکړې ته سترګې په لاره يو او هيله لرو چې مجتبى پتنګ په خپلې دندې پا تې شي.
0 1 دقیقه لوستل