سیاست

اجراييه رييس نيويارک ته ورسيد

کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې  ۳مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون د ملګرو ملتو سازمان د عمومي ټولنې په ۷۳يمه غونډه د ګډون لپاره نيويارک ته ورسيد .
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد اجراييه رييس په نيويارک کې د خپلې استوګنې په موده کې  د ملګرو ملتو سازمان د عمومي ټولنې په کلنۍ غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت په نمايندګۍ وينا کوي او د يوشمېر دوستو هېوادونو له مشرانو،  صدر اعظمانو او د نړيوالو سازمانونو  له استازو سره  ليده کاته کوي .
د هېواد اجراييه رييس په نيويارک کې په يو لړ پروګرامونوکې ګډون کوي او په څو  څيړنيزو او  فرهنګي بنسټونو کې وينا کوي .
د جان اف کندي په هوايي ډګرکې د ملګرو ملتو په سازمان کې د افغانستان استازى محمودصيقل او د دغې نمايندګۍ غړو د هېواد د اجراييه رييس هرکلی وکړ .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته