سیاست

فضل هادي مسلميار د الينا له يو شمير غړو سره وکتل.

کابل باختر دليندۍ  اووه ويشتمه :
دمشرانوجرګی رییس فضل هادی مسلم یارنن دهیواددپشه یی ځوانانودیووالی شورا(الینا) له یو شمیر غړوسره وکتل.
دمشرانوجرکې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کی څو تنو دنورو په استازیتوب د دیادی شورادفعالیتونوپه اړه دمعلوماتو ترڅنګ ، دپشه یی میشتوسیمودستونزوڅخه یادونه وکړه اوويې ویل چی په دغو سیموکی دپوهنی،لوړوزدکړو،روغتیا په برخواود سړکونوپه رغاولوکی حکومت اړینه پاملرنه نده کړی اوهم دجګړو له امله یوشمیرکورنئ بیځایه شوی چی دژمی په رارسیدوسره به له سختوستونزوسره مخ شی.
همدارنګه دوی وویل چی ځوانان یی له تحصیلی بورسونوڅخه بی برخی او آن دنورستان په ولایت کی دولتی پوهنتون هم شتون نه لری اوغوښتنه یی وکړه چی داړوندو وزارتونو له وزیرانوسره دی،د دوی ستونزې وڅیړی.
ورپسې فضل هادی مسلم یارپه خپلوخبروکی دتروریستانوپر وړاندی دهیواد دټولو قومونوترمنځ یووالی اړین وباله اوهیله یی څرګنده کړه چی ځوانان باید دسولی دتامین او دښمنانو په ځپلو کی خپل رسالت ادا کړی اوژمنه یی وکړه چی له اړوندو وزیرانوسره یوځای به،دپشه یی ځوانانودشته ستونزدحل د لارو چارو دموندلوپه موخه به خپلی هڅی وکړی.
په پای کی دقانون جوړونې،دحکومت پرکړنودنظارت اودخلکودښې استازولی په لاره کی د مشرانوجرګی درییس هڅی اوکړنې وستایل شوې اودپشه یی ځوانانودیووالی شورای له خوا ورته ددغې شورا ستاینلیک ډالی شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته