اقتصاد

دبغلان دمستوفيت په عوايدو کې زياتوالې راغلى دى .

کابل باختر د مرغومي څلورمه :
دبغلان ولايت دمستوفيت د ١٣٩٦ مالي کال په عوايدو کې  دتيرکال په نسبت  کابو  اته پنځوس  مليونه افغانۍ  زياتوالي  راغلې ده .
  دبغلان ولايت مستوفي عبدالوکيل عظيمي  دباختراژانس  خبريال ته  ددغې ټکي په  څرګندولو سره وويل  چې په روان کال کې دبغلان ولايت دمستوفيت  ټول عوايد  څه دپاسه  څلور سوه  څلويښت مليونه پنځه سوه ديرش زره افغانۍ وې  چې دتيرکال په پرتله  په سلو کې پنځلس  زياتوالي ښيي .
  عظيمي وويل  چې دبغلان ولايت دمستوفيت  په عوايدو کې  په سلو کې دپنځلسو زياتوالى  دباروړونکو موټرو دبندرونو  داجارې  راټولول  او ددغه ولايت  مالياتي  او عايداتي  عوايدو  زيږنده دى .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته