سیاست

جمهور رئیس غني د ختیځ او جنوب ختیځ ساحوي زونونو له نظامي او ملکي رهبري سره خبرې وکړې

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د ختیځ او جنوب ختیځ ساحوي زونونو له نظامي او ملکي مسوولینو سره خبرې وکړې.
دجمهوررييس وياندباخترآژانس ته خبر ورکړ.
د ملي توحید مرکز کې په همدې موخه جوړ شوي ویډیو کنفرانس کې، لومړی د ۲۰۱ او ۲۰۳ قول اردوګانو قوماندانونو جمهور رئیس ته د ریزرف ځواکونو د رامنځته کولو په برخه کې د پرمحتګونواو همدارنګه د هغو زونونو د اړوندو ولایتونو د اوسني امنیتي او اوپراتیفي وضعیت په هکله  خپل کاري راپورونه وړاندې کړل اود یاد بهیرد لا ښه والي په موخه یې یو لړ وړاندیزونه هم وکړل. 
ورپسې د ملي دفاع وزارت سرپرست، د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت د عمومي ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرستانو د امنیتي وضعیت او پیشنهادي طرحو په هکله خپل نظریات وړاندې کړل.
وروسته د هېواد جمهور رئیس د ۲۰۱ او ۲۰۳ ساحوي زونونو د امنیتي بنسټونو مسوولینو او منسوبینو ته د دوی دپرمختګونو او بریاومبارکي وویله او په یادو ولایتونو کې د داعش او طالبانو د ځپلو له امله یې له هغوی څخه مننه وکړه.
جمهور رئیس وویل، له هغو کورنیوسره دې چې د ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ترهګرو د ظلم او وحشت له امله بې ځایه شوې وې او اوس د د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري بېرته خپلو سیمو ته د ستنېدو په حال کې دي، بیړنۍ بشري مرستې وشي.
همدارنګه جمهور رئیس لارښوونه وکړه، چې د بغلان له هغو خلکو سره دې چې په دې وروستیو کې په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین کې د جګړې له امله متضرر او یا له خپلو کورنیو څخه بې ځایه شوي دي لازمې او بیړنۍ مرستې وشي.
محمد اشرف غني تینګار وکړ، چې  په تېر او روان کال کې د ثابتو پوستو موجودیت،  د هغو موثریت او نه موثریت، د پرسونل موجودیت او دا چې دا پوستې په کومو موقعیتونو کې پاتې او پیاوړې شي او له کومو موقعیتونو څخه د متحرک ریزرفي ځواکونو د تشکیل په خاطر راټولې شي، باید مطالعه او وارزول شي.
په دې ویډیو کنفرانس کې د جمهوري ریاست مرستیالانو، داجرائیه ریاست معاونینو، د ملي امنیت سلاکار او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو رهبري پلاویو هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته