سیاست

د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د بلغاريا له سفير سره وکتل

کابل باختر د چنګاښ  اتمه:
د افغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې د بلغارياجمهوريت  له سفير نيکولاى  يانکوف سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په پيل کې يانکوف په افغانستا کې دخپل ماموريت له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: وياړم چې دڅلور کلن خدمت په موده کې د افغانستان او بلغاريا ترمنځ داړيکو اوهمکاريو دپراختيا په خدمت کې وم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي تاريخي سابقه لري .
دبلغاريا جمهوريت سفير دخپلو خبرو په دوام په بېلابېلو برخو او په افغانستان کې ددموکراسي د ودې په برخه کې دپرمختګونو  له امله خوښي څرګنده کړه او په دې ترڅ کې چې له افغانستان سره دخپل هېواد دهمکاريو د دوام  ډاډ ورکړ د دواړو هېوادونو ترمنځ  يې داقتصادي اړيکو دټينګښت غوښتنه وکړه .
وروسته د بهرنيو چارو وزير د هغو هڅو او هاند له امله چې يانکوف په افغانستان کې د بلغاريا د سفير په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو اوهمکاريو دپراختيا په لاره کې ترسره کړي دي؛ قدرداني وکړه او د ديپلوماتانو د روزنې او له فساد سره د مبارزې په برخه کې او د افغان ملي پوليسو د روزنې په برخوکې له افغانستان سره د بلغاريا د همکاريو له امله مننه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته