کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه
په تېرو ۲۴ ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۵۹ ترهګر وژل شوي، ۴۰ ټپیان او ۵ نور یې نیول شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر په فاریاب، هلمند، زابل، روزګان، پکتیا، غزني، هرات، بلخ، سرپل، بدخشان او تخار کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ