کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دلومړى پلې لوا په مشرۍ د الماس ٢١ په نامه ګډ چاڼيز عمليات چې دلغمان ولايت په مربوطاتو کې پيل شوي وو پاى ته ورسيدل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغه عمليات دوسله والو طالبانو له شتون څخه دلغمان ولايت دترګړيو،وردګ،نولام،موسى خيلو،بزخيلو ،تاشګړيو او د مريم کوړې په کليو کې ترسره شول له امله يې يوه لاسي تومانچه او يو کره بين ترلاسه شوي دي او يو مشکوک سړى نيول شوى دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ