ښوونه او روزنه

يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړيږي

کابلباختردسرطان ٢٣
دجوزجان ولايت د مرکز شبرغان ښارد پروژې دمنځني ښوونځي د ودانۍ دبنسټ ډبره نن ددغه ولايت د پوهنې رياست د چارواکو له خوا  کيښودل شوه .
دباختراژانس دخبر له مخې،  دغه ودانۍ د نړيوال بانک په مالي مرسته په يوه پوړ کې په اتو مياشتو کې جوړيږي چې لس درسي او اداري خونې اونورضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوى دى.
په دې ښوونځي کې نږدې شپږ سوه تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي چې اوس ددرسي خونو د کمښت له پلوه له ستونزو سره مخا مخ دي او هيله کيږي چې ددغې ودانۍ په جوړيدو سره هغوى ته دښې زده کړې زمينه برا بره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته