سیاست

د قانون حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا فوق العاده غونډې له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتيژي وارزوله

کابل_باختر د وږي د مياشتې١٣مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن غرمه د قانون حاکمیت او اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا فوق العاده غونډه په ارګ کې جوړه شوه. 
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې  د اداري فساد پرضد مبارزې لپاره د افغانستان د ملي ستراتېژۍ په  طرحه هراړخیز بحث وشو.
د غونډې په پیل کې جمهوررئیس غني ګډونوالو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او دهېواد له ټولو ملکي ادارو یې وغوښتل چې تل د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او مواظبت وکړي.
دغه راز جمهوررئیس د نېکمرغه لوی اختر لپاره د نیول شویو امنیتي تدابېرومننه وکړه ويې ویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په دې ورځو کې له خپلو کورنیو څخه لېرې وو، نو له همدې امله لا زیات ملاتړ او پاملرنې ته اړتیا لري.
وروسته د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش د اداري فساد پر ضد د افغانستان د ملي ستراتېژۍ په اړه خبرې وکړې ويې ویل، دا ستراتېژي له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ډېرې ښېګڼې لري. هغه زیاته کړه، په دې برخه کې مخکې اسناد وو، خو موجوده طرحه جامع سند دی.
استاد دانش وویل، په دې  طرحه کې اوسنی وضعیت  تحلیل شوی، ستونزې او موانع ارزول شوي، څو اړخېزه مسوولیت (حکومت او بین المللي ټولنې) او هغه اقدامات چې په پام کې ده وشي، مشخص شوي دي.
هغه زیاته کړه، په دې ستراتیژي کې پنځه مهم او ارزښتناک لومړیتوبونه په پام کې نیول شوي، چې سالمه رهبري، په پالیسیو کې د شفافیت په ګډون د دولت په رهبرۍ کې جدي اراده، په امنیتي سکتور کې اصلاحات، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له لارې په استخدام کې شفافیت، د اداري فساد په برخه کې د مجرمینو عدلي تعقیب او ښه مدیریت شامل دي.
دانش څرګنده کړه، یاد پنځه لومړیتوبونه تر ټولو ښه محورونه دي چې د فساد پر ضد مبارزه کې اساسي رول لري.
د جمهوررئیس دویم مرستیال وویل، د پنځو اصلونو لپاره په جزئیاتو کې مشخص اقدامات په پام کې نیول شوي او ۸ وزارتونه چې زیات عواید او لګښت لري، له فساد سره مبارزه کې به لومړیتوب ولري.
استاد دانش څرګنده کړه، په دغه ستراتیژۍ کې د ذکر شویو معیارونو او وړاندیزونولپاره زماني مهال وېش په پام کې نیول شوی دی.
هغه همداراز وړاندیز وکړ،یوه کاري ډله دې جوړه شي، چې د ستراتیژۍ پښتو او دري متن بیا وګوري او هم په یاده طرحه کې د ذکر شويو معیارونو په اړه لا زیاتې خبرې وشي.
قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم په دې اړه وویل، دغه ستراتیژي جامع ده او تطبیق کوونکي بنسټونه باید پرې کار وکړي  چې طرحه نوره هم بډایه شي.
لوی څارنوال فرید حمیدي وویل، دغه طرحه واقعبینانه جوړه شوې او د تطبیق وړ ده چې په عملي کولو سره  یې د اداري فساد پر ضد موثره مبارزه کولی شو. هغه زیاته کړه، له فساد سره مبارزه هراړخیز بسیج ته اړتیا لري.
حمیدي وویل، ځینې قوانین لکه د جزایي اجرااتو قانون اصلاحاتو ته اړتیا لري، ترڅو مونږ وکولی شو له دغو اصلاحاتو سره د زورواکو پر ضد مبارزه موثره کړو.
لوی څارنوال څرګنده کړه، د هغو کسانو د امنیت تامین ته دې چې د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې کار کوي، د معاشونو او له فزیکي پلوه توجه وشي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په دې اړه وویل، فساد سره مبارزه زمونږ د ژمنو برخه ده او هره اداره باید د ځان لپاره عملي پلان جوړ کړي، ترڅو د هغه په اساس مکلفیتونه هم تنظیم شي او د هغه مطابق له فساد سره مبارزه وشي.
غونډه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک، د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون رئیس محمد قاسم هاشمزي، د عدلې وزیر عبدالبصیر انور، د مخابراتو او  معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزاد اریوبي، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بیګ، د جمهوري ریاست د  عدلي او حقوقي چارو مشورتي بورد رئیس نصرالله ستانکزي او له فساد سره د مبارزې ادارې څخه احرار له فساد سره د مبارزې موثرو بڼو په اړه خپل لیدلوري مطرح کړل.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس وویل، په دې ستراتیژۍ  کې دې محلي ادارو ته زیاته توجه وشي، ترڅو فساد سره د مبارزې په برخه کې اقدامات زیات شي.
د غونډې په دوام کې، د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي، د اروپایي ټولنې ځانګړي استازی او د بریټانیا سفیر هم خبرې وکړې او دغه ستراتیژي یي مهم ګام وباله او د هغې د تطبیق په برخه کې یې خپل ملاتړ څرګند کړ. همداراز هغوی د یادې ستراتیژۍ په تطبیق او عملي کولو کې د ادارو پر همغږۍ او انسجام ټینګار وکړ.
جمهوررئیس د ګډونوالو دخبرو او نظریاتو له اورېدو وروسته د هغوی له رغاونکو لېدلورو مننه وکړه وې ویل، د دوه اوونیو په لړ کې به د استاد دانش په مشرۍ یوه کاري کمېټه د متن په بیالیکنې او د لېدلورو په شریکولو او نظریاتو کار وکړي او هغه به نهایي کړي.
هغه زیاته کړه، موږ د افغانستان خلکو او بین المللي همکارانو سره د فساد پر ضد مبارزې ژمنه کړې چې عملي تحرک ته اړتیا لري.
جمهوررئیس څرګنده کړه، له فساد سره د مبارزې ستراتېژۍ اصلي موخه د قانون حاکمیت تامین او دغه راز د دوامداره ارګانونو جوړښت دی .
د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ ، زموږ قوانین ارزولو ته اړتیا لري چې آیا له اداري فساد سره مبارزې ته ځواب وايي که نه.
د یادونې وړ ده چې د یادې کمېټې په جوړښت کې د کورنیوچارو اومالیې وزارتونو، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او د هېواد عدلي او قضایي ارګانونو استازي شامل دي چې په دوه اوونیو کې به د اداري فساد پر ضد د افغانستان ملي ستراتیژي طرحه بشپړه کړي.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته