کابل – باختر دوږې دمياشتې ٤
دکابل ښار دشپږمې مالياتي حوزې دوه تنه کارکوونکي د بډې اخستنې په تور ونيول شول .
باختر آژانس ته دلوې څارنوالۍ دخپرونو رياست دخبر له مخې : دغه کارکوونکي دشلو زرو افغانيوبډې اخستنې په تور د کورنيو چارو وزارت د درندو جرمونو درياست دموظفينو له خوا او دلوې څارنوالۍ د څارنې او کنترول د رياست په همکارۍ ونيول شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ