سیاست

د پکتيکا والي: په تېر یوه کال کې مو د خپل کار پنځوس فیصده وخت د پوهنې په برخه کې د ستونزو هواري ته ورکړی

ښرنه باختر د غبرګولي د مياشتې ٣٠ مه
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وایي، د خپل کار ډېره برخه یې د پوهنې د بهیر د پیاوړتیا او په دغه بهیرکې د ستونزو درک او حل ته ورکړې.
وحدت دغه څرګندونې په د پکتيکا د ۱۶ ولسوالیو د نظارت مسؤلینو ته د نظارت په موخه د ای پاډ ټلیفونونو د ورکړې پرمهال وکړې.
ده وویل: که څه هم د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې یو شمېر ستونزې لا هم دغه بهیر ننګوي خو په وینا یې هڅه یې کړې او کوي یې چې ستونزو ته په تدریجي ډول د حل لارې پیدا کړي.
بل لورته د پکتیکا د پوهنې ریېس محمدنسیم واجد وایي، د پوهنې وزارت له لوري ورته ۱۶ ای پاډ ټلیفونونه په دې موخه رالیږل شوې چې د ښوونځيو نظارت په ښه شان سره ترسره شي.
بايد وویل شي چې په دې ورستيو کې د دغه ولايت د ولسي خلکو ملاتړ او همکاري هم له دغه بهیر سره زیاته شوې چې ښه بېلګه یې په تېر یوه کال کې د پوهنې بهیر د پياوړتیا په موخه د ۲۳ میلیونو افغانیو ولسي مرسته ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته