خبرونهټولنهروغتیا

‏بلخ کې په نشه یي توکو د لسګونو روږدو کسانو درملنه وشوه

کابل، د لېندۍ ۱۷مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت، بلخ کې په نشه یي توکو د ۷۰ روږدو کسانو د درملنې خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په نشه یي توکو ۷۰ روږدي کسان د بلخ له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د ۴۵ ورځنۍ درملنې وروسته، خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
تر دې وړاندې هم په بغلان کې په نشه يي توکو د ۳۱ روږدو کسانو د درملنې خبر ورکړ شوی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته