امنیت

نوولس تنه وسله وال طالبان په بغلان ولايت کې ووژل شول:

کابل باختر دثور ١٠
په بغلان ولايت کې پرون د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې نوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٥ تنه نور ټپيان شول.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين  سريع دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات د طالبانو د تحرکاتو په ترڅ کې دمرکزي بغلان د پلخمري ښار په  بيلابيلو ساحو او دوشي ولسوالۍ کې ترسره شول چې له امله يې دطالبانو يو قوماندان له اتلسو تنوافرادو سره يې ووژل شو او ١٥ تنه نور ټپيان شول .
ده زياته کړه  چې په دغو عملياتو کې دوه تنه امنيتي منسوبين شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته