امنیت

تبصره:

کابل – باختردتلې١٢
په دې وروستيو وختوکې يو شمير لويديځو رسنيو په افغانستان کې د واقعيتونو په تحريف لاس پورې کړي دي او دکاذبو او له حقيقت څخه لرې مطالبو په خپرولو سره دخلکو دانديښنې سببونه برابرکړې دي.
دباختر آژانس مبصر ليکي: ټاکل شوى ده، بهرني ځواکونه چې د يو نړيوال تفاهم په چوکات کې دتروريزم دعواملو سره دمبارزې په موخه افغانستان ته ورغلي دي، د٢٠١٤ کال تر وروستيو وختو پورې له دغه هيواد څخه ووځي.
له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو د وتلو په باب تصميم د افغاني ټولنې دعيني شرايطو او دافغانستان د وسله والو پوځونو دځواکمني په پام کې نيولو سره نيول شوى دى.
له دغه تصميم سره دافغانستان داسلامي جمهوريت د دولت بشپړ ملاټر شته او په اوس وخت کې دهيواد امنيتي ځواکونو دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دوه پړاونه تيرکړي دي او دريم پړاو د اجرا په حال کې دى. دڅلورم او پنځم پړاو دترسره کولو لپاره تيارۍ نيول کيږي. په دې ځاى کې دامنيتى مرکزونو روحيه او اعتماد د دقت او ستاينې وړ دى.
افغان امنيتى ځواکونو دڅو وروستيو ورځو مياشتو او کلونو په بهيرکې دا کار ثابت کړي دي چې دملي ارزښتونو په دفاع کې بريالى دي او همدا اوس دهيواد په سلوکې د نږدې اويا خاورې د امنيت دتامينولو مسووليت په غاړه لري.
له بلې خوا ځينې خبري رسنۍ په دولتي حال کې تحريف شوي خبرونه او اطلاعات منعکسوي چې ناټو په خپله ټينګارکړى دى چې له افغانستان څخه وتل به مسوولانه وي او د ناټو او دلويديځو هيوادونو مقاماتو په وار وار دا خبره تکرار کړې ده چې دافغانستان ماتې به د نړيوالې ټولنې ماته وي.
دغه راز دلويديځو هيوادونو جګپوړو مقاماتو په وار وار دغه خبرې تکرار کړي دي چې تيرې تير وتنې به تکرار نه کړي او افغانستان په خپل حال پرې نږدي.
دغو هيوادونو دافغانستان سره دستراتيژيکي همکارى په چوکات کې خپلو ژمنو ته عملي اړخ ورکړي دي.
ددغو ژمنو په رڼاکې ولې ځينې لويديځې رسنۍ په کوم دليل او علت په اکاذيبو، افترا او تحريف لاس پورې  کوي او له افغانانو سره په يو دښمنانه دريځ کې هلې ځلي کوي چې دافغانستان دخلکو ترمنځ ناهيلې تلقين کړي؟
که چيرې ناټو نه وي په افغانستان کې هيڅ څه نشته. دافغانستان خلک دخپلو امنيتي ځواکونو د ژمنې ترسيورې لاندې  ددغه هيواد بچيان دي او په راتلوونکې هيله من دي، ځکه هغوى دخپل هيواد په پايښت اعتقاد او باور لري چې افغانستان بچي دناټو له شتون او دسپټمبر دمياشتې له يوولسمې نيټې مخکې موجود و او د٢٠١٤ کال وروسته په هم موجود وي.
په داسې حال کې چې دلويديځ يو شمير رسنۍ افغانستان د٢٠١٤ کال وروسته يو بې پناه او بې دفاع هيواد معرفي کوي. دغه رسنۍ په يوې روانې جګړې سره هلې ځلې کوي چې داويايمې لسيزې پيښې چې په هيواد کې يې بهرني عوامل لرل،په زهنونوکې تداعي کړي او دهغو ورځو ترخې خاطرې ژوندى کړي او په دې ترتيب غواړي چې دخلکو دبيلابيلو قشرونو روحيه کمزورې کړي چې د راتلوونکو پروګرامونو لپاره دپيښې ځاى پيداشي.
افغان امنيتي ځواکونه ددغه شان تبليغاتو په اړوند څرګنداو او روښانه پيغام لري. دوى دخلکو، دملي ارزښتونو او ژوندانه په دفاع کې خپله ځواکمني ثابته کړي دي او په جدي توګه هلې ځلې کوي چې نور دغه هيواد دنړيوالې ټولنې د اوږو بارنه وي.
دغه ژمنه او درايد دهرامنيتي منسوب په څېره کې څرګند دى او هغوى د راتلوونکې روښانه ترسيم او تصوير لري چې هيڅ پوښتنې ته ځاى نه پريږدي.
په اوس وخت کې همدغه افغان بچيان دي چې دهيواد په ډيرو ناامنو سيموکې دتروريزم په ګوډاګيانو بريدکوي او د دې هيواد دعزت او وقار دفاع کوي.
دغه ميړنتوب په افغانانوکې ژوندى دى او دبهرنيو ځواکونو په شتون او يانه شتون کې دوى ځان ددغه هيواد وارثان بللي دي او بولي .
ښه به وې چې دغه شان رسنۍ داستخباراتي کړيو دلاس آله نه وي او ځان دسياسي او استخباراتي لوبو څخه لرې وساتي او دژورناليزم دمسلک رسالت رعايت کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته