سیاست

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې په فضل هادي مسلم يار او د هغه په كورنۍ لګول شوي تورونه په بشپړ ډول رد او بې اساسه وبلل شول

کابل_باختر_ د ثور د مياشتې ٢٢ مه:
د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د ملي امنيت د عمومي رياست مرستيال، د ننګرهار ولايت سرپرست والي د ياد ولايت د امنيه قوماندان او ملي امنيت رئيس په سنامجلس، فضل هادي مسلم يار او د هغه په كورنۍ باندې لګول شوي تورونه په بشپړ ډول رد اوهغه يې بې اساسه وبلل.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه غونډه چې د مشرانو جرګې دلومړي نايب محمد علم ايزديار په مشري جوړه شوي وه، سناتور محمد نادر بلوچ په غونډه كي  د نورو غړو په استازيتوب ديادو مسوولينو څخه په فضل هادي مسلم يار اودهغه په كورني باندي دلګول شويوتورونوپه هكله پوښتني مطرح او د مستندومدارکو اوشواهدوپه اساس د واقعيتونو د وړاندي کولو غوښتونکې شو.
په پيل کې د ملي امنيت د عمومي رياست لومړي مرستيال ډګر جنرال حسام الدين حسام د خبرو په ترڅ كي وويل ،چې دملي امنيت لوي رياست ددي افواهاتو له خپريدوڅخه وروسته بي له ځنډه ددغه رازڅرګندولو په هكله دقيقه څيړنه پيل كړه چي په نتيجه كي ددي تورونو په هكله هيڅ ډول اسناد اوشواهدتر لاسه نشول اودي رياست دخپلو څيړنوپايلي د مطبوعاتي کنفرانس له لارې خلكو ته وړاندي کړي او زياته يې کړه هغه تورونه چې ويل کيږي د دي موضوع په تړاومسلميار په  يوه ناسته كي د ملي امنيت دلوي رئيس او د ملي امنيت دشورا مشاور سره خبرې کړي،په قاطعيت سره وايم چي داډول ناسته  صحت نه لري.
همدا راز د ننګرهار ولايت سرپرست والي محمد حنيف ګرديوال په داسي حال کې چې د مسلميار يې د يو ملي شخصيت په توګه يادونه کوله،زياته ئي كړه چي د مسلميار د ورور لخوا د ځانمرګي بريد کوونکې دساتلو په اړه هيڅ ډول رپوټ نه دي رارسيدلي اوڅرګنده يې کړه چې مسلميار او کورنۍ يې په ننګرهار کې د امنيت د ټينګښت او د خلکو د ستونزو په حل کې اثرګذاره شخصيتونه دي اودوي  تل ددي ولايت د سيمه ييزې ادارې سره ګټوري همکاري كړي دي اودننګرهاردولس په استازيتوب يي غوښتنه وكړ چې په اوسنيو شرايطو کې دا ډول لانجي د هېواد په ګټه نه دي اوبايد په تفاهم حل شي .
ورپسې په غونډه كي دننګرهار ولايت دملي امنيت رئيس بريد جنرال داد محمدپه دي اړوند څرګنده كړه  چي د ملي امنيت رياست د نورو ارګانونو په ملګرتيا په بيلوعملياتوكي ددي ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ځانمرګو بريد كوونكوپينځه سازمان ورکوونکې د چې د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا د غړي شهيدي انګيزې شينوارې په وژنه، په کابل بانک کې د خلکو په قتل او ځينو نورو جرمونو کې يې لاس درلود،نيولي دي چې دوي په خپلو جرمونو اعتراف کړي دي او دغه نيول شوي افراد د مسلم يار،دده له كورني اودوستانوسره هيڅ تړاو نه لري.
په غونډه كي د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد د يادو مسئولانو خبرې تاييد کړي، ويې ويل کومې آوازې چې ويل کيږي تير كال مسلميار د محمد اشرف غني د وژنې قصد درلود له حقيقت څخه ليري دي او پدي هكله په هغه مهال ددري ګونوامنيتي ځواكونومسوولانوپه يوه ناسته كي دپخواني جمهورپه وړاندي دمشرانوجرګي له رئيس څخه بښنه وغوښته.
سناتورانود يادو مسوولانو له څرګندونو څخه وروسته وويل،چي په ټوليز توګه معلومه شوه چې د مسلم يار اودهغه كورني هيڅ وخت ځانمرګي کسان په خپل کور کې نه دي ساتلي او کوم تورونه چې په دوي وارد شوي دي کاملاً بي اساسه دي اوزياته يي كړه چي ځينې اشخاص غواړي په خپله ګټه له دي لارې څخه داسي بي بنسټو تورونواوافواهاتو ته لمن ووهي،ترڅو عامه ذهنيتونه خراب كړي اوڅرګنده ئي كړه چي ديادومسوولانوتوضيحات دقناعت وړ دي،خوله عدلي اوقضايي ارګانونه څخه په كلكه غوښتنه كووترڅودابي اساسه تورونه په هر اړخيزه توګه وڅيړي اوپه لنډ وخت كي دي د مشرانوجرګي،ددي جرګي درئيس فضل هادي مسلم ياراودده دكورني دحيثيت داعادي په هكله اړين تصميمونه ابلاغ كړي اودي مجلس ته دي خپل دكړنو رپوټ راوليږي .
د يادو موضوعګانو په جمع بندۍ کې دغونډي رئيس وويل،چي دمسوولانوله اوسنيوتوضيحاتوڅخه معلومه شوه چي دمسلم ياراودهغه په كورني دا تورونه بي اساسه اوله حقيقته لري دي اوتاكيد يي وكړ چي خپل شخصي سليقي بايدپه مجلسونو کې مطرح نه شي او که هره موضوع داسنادوله مخي وڅيړل شي اووروسته بيا دقانوني فيصلو په خاطرعدلي او قضايي ارګانونو ته وليږل شي او هيله مند يو چې په دي برخه کې له سياليو ډډه وشي او د مجلسونو په نږدي والي يي ټينګار وكړ او څرګنده يې کړه چې دولسي جرګي دوو غړو،دمشرانوجرګي په رييس ناوړه تورونه لګولي چي په مسلم يار باندي تورپه مشرانو جرګي باندي توردي اوبايدعدلي ارګانونه ژر ترژره ددي جرګي دحيثيت داعادي په هكله اړين اجراات وكړي .ايزد يارزياته كړه چي د هېواد امنيتي بنسټونو او په ځانګړي توګه د ننګرهار ولايت امنيتي ځواكونه تل د امنيت په ټينګښت کې د پام وړ خدمتونه کړي دي، هيله مند يو چې زموږ د دولت واک داران مهم مسايل د پاکستاني مسوولانو سره چې نن په کابل کې حضور لري مطرح او ياد هېواد ژمن کړي چې د ترهګرو پر وړاندي صادقانه عمل وکړي او د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي.
په غونډه كي ددفاعي كميسيون رئيس محمد نادر بلوچ د څرخي پله مرکزي زندان څخه د مشرانو جرګې د پلاوي د کتنې رپوټ وړاندي کړ، ويې ويل چې په دي زندان کې د هېواد ټولو ولايتونو څخه د ٩٥ بهرنيو اتباعو په ګډون شاوخوا ٨٤٢٤ تنه بنديان دي چې د دوي دوسيې د محبس د اداري برخې له خوا د بريښنايي کېدو په حال کې دي او د يو کال په ترڅ کې به دغه لړۍ پاي ته ورسيږي او هم د زندانيانو له پاره د ديني، ساينسي او د سواد زدکړې کورسونو د روزنو زمينه برابره ده، همدا راز د صنعت په برخه کې د فلزکارۍ، غالۍ اوبدلو، بوټ ګنډلو او ډوډۍ پخولو دستګاوې شتون لري او د جيل د پرسونل وچه ډوډۍ له همدې لارې برابريږي او د مسوولينو له خوا د پورتنيو خدمتونو وړاندي کول د بنديانو د منلو وړ دي. په رپوټ کې د روغتيايي روغتون نشتوالي، د بنديانو د يو شمېر خپلوانو له خوا د نشه يي توکو ليږد، د زندانيانو د استحقاق ټيټه کچه، د کاناليزاسيون نامنظم او غير معياري سيستم، د عدلي او قضايي ارګانونو بي عدالتي، د ټيليفوني اړيکو او ولايتونو ته په تبديلۍ بنديز او همدا راز د زندانيانو د بښنې په اړه د فرمانونو د يو شان نه پلي کيدل د ياد زندان اساسي ستونزې وي چې ورڅخه يادونه شوې وه چې د غونډې د رئيس له خوا اړوندو کمېسيونونو ته راجع شوې تر څو يادې موضوعګانې له اړوندو ارګانونو سره شريکي شي.
همدا راز مولوي غلام محۍ الدين منصف د هېواد د ټولو زندانونو څخه د زندانيانو او تورنو له وضعيت څخه د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون کاري رپوټ وړاندي کړ، ويې ويل چې د کورنيو چارو وزارت د جيلونو او توقيف خانو د عمومي رياست څخه د ترلاسه شويو شمېرو له مخې د هېواد په زندانونو کې د ٢٥٩ بهرنيو اتباعو په ګډون ٢٨٦٨٨ تنو په شمېر تورن او توقيف لاندي دي. نوموړي وويل چې تر اوسه ١٦ محبسونه نوي جوړ شوي دي او پاتې يې بيا ځلي جوړېدو او يا هم د نويو تعميرونو جوړېدو ته اړتيا لري، نوموړي وويل چې د روغتيايي خدمتونو د وړاندي کولو له پلوه د ٢٦ زندانونه د عامې روغتيا، سره صليب، (ان جي او ها) او د زندانونو او توقيف خانو عمومي رياست تر پوښښ لاندي دي خو اوس هم په زندانونه په روغتيايي برخو کې له ستونزو سره مخ دي. نوموړي څرګنده کړه چې نسبتي دوسيو ته د نه رسيدګۍ ستونزه، د محبوسينو د کميت په تناسب د تشکيل کمښت، د معياري ودانيو، الکترونيکي پرمختللو امنيتي وسايلو او تجهيزاتو نشتوالي او په اعدام محکومو د ګڼ شمېر زندانيانو شتون او د جمهوري رياست له خوا پر دوي د پلي کېدو د نه منظورۍ، د روغتيايي کلينيک نشتوالي، د تيرو کلونو څخه د بريښنا لګښت مقروضيت، د ښوونې او روزنې او حرفه وي زدکړو د مرکزونو پراختيا له پاره د لازمو امکاناتو نشتوالي، ساتنمنۍ رتبې ته د سربازۍ بستونو تعديل د هېواد د ټولو زندانونو له ستونزو څخه دي، په پاي کې ايزديار ټولو کمېسيونونو ته دنده وسپارله تر څو ټول ياد شوي موارد د اړوندو ادارو له مسوولينو سره شريک او حل لارې يې وپلټي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته