امنیت

په بغلان کې دوه تنه په چاودنه کې ووژل شول

کابل/ د تلې ۲ مه/ باختر
په بغلان کې دوه تنه د هاوان ماين د سرګلولې په چاودنه کې پرون ماښام ووژل شول او ٧ تنه نور ټپيان شول.
د نهرين ولسوال محمد سرور اکبري د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: د بغلان د نهرين ولسوالۍ په صيادي کلي کې څو ماشومانو د هاوان له سرګلولې سره په لوبو بوخت وو چې  چاودنه وشوه او په پايله کې يوه ښځه او يو ماشوم ووژل شول او  ٧  نور ماشومان ټپيان شول.
د بغلان د عامې روغتيا د خبري برخې مسوول عبدالله ملنګ وويل چې د پېښې ټول ټپيان د درملنې لپاره د نهرين ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د نهرين ولسوالۍ د صيادي کلى د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دى.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته