امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د هلمند ولايت نومول شوى مرستيال ووژل شو

کابل باختردليندۍ دمياشتې ١٢نيټه :
د امنيتي ځواکونو د ځانګړو هوايي عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د هلمند ولايت نومول شوى مرستيال او د دغه ولايت لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ملاناصر مشهور ملا شاولي د دغه ولايت  د موسى قلعه ولسوالۍ په مربوطاتوکې وژل شوى دى.
يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په ملا ناصر مشهور ملا شاولي په  ١٣٩٣ کال  کې د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د هلمند ولايت لپاره د نومول شوي والي ملا منان له خوا د نومول شوي مرستيال  او په هلمندولايت کې د دغې ډلې د سرې قطعې د قوماندان په توګه ټاکل شوى و او د طالبانو په ډله کې د چريکي او يرغليزو بريدونو په پلان جوړولوکې يې کارنده رول درلود.
ملا شاولي د هلمندولايت په بېلابېلو سيموکې د دولتي ځمکو په غصب سربيره د غور، بادغيس او د روزګان په ولايتونو او د قندهار ولايت د ميوند او غورک په ولسواليوکې د هېواد د امنيتي ځواکونو پرخلاف جګړه کې هم کارنده ونډه لرله.
په دغو عملياتوکې دنومول شوي مرستيال په وژل کيدو سربيره يوځانمرګى بريد ګر او د وسله والوطالبانو د ډلې دوه تنه ګروپي قوماندانان هم وژل شوي دي.
پاى ذکرالله   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته