امنیت

حامد کرزي په زابل ولایت کې د ناټو عملیات وغندل

کابل- باختر دلړم دويمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په زابل ولایت کې د ناټو ځواکونو عملیات چې په پایله کې یې دری ملکي وګړي ورک شوي دي، په کلکو ټکو وغندل.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي
د زابل دوالي د معلوماتو له مخې، ناټو ځواکونو د میزان په ۲۲مه د شپې په دوو بجو، د یوه وسله وال مخالف د نیولو لپاره عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې څلور ملکي وګړي له ځانه سره بوتلل چې دری تنه یې لا هم بې درک دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي ددا ډول عملیاتو د غندلو په ترڅ کې، د زابل له والي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ده ته لارښوونه وکړه چې ددغې پېښې څرنګوالی په جدي توګه وڅېړي، خپل ریپوټ جمهور رئیس ته وړاندې کړي او د اړتیا په صورت کې به ددغې پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته یو هيئت واستول شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته