سیاست

جمهور رئیس غني د افغانستان د اسلامي جمعیت د انسجام شورا غړو سره وکتل

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٩:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمعیت انسجام شورا غړو سره په ارګ کې وکتل. 
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د اسلامي جمعیت انسجام شورا چې له ملي، سیاسي او جهادي شخصیتونو څخه تشکیل شوې، له جمهور رئیس سره په کتنه کې د حکومت له هر اړخیزو برنامو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په دې کتنه کې د هېواد جمهور رئیس د اسلامي جمعیت شورا د انسجام غړو او مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ له امله یې له هغوی څخه مننه وکړه.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، له حکومت سره د خلکو په ځانګړي ډول د هېواد د ملي او سیاسي شخصیتونو او مشرانو همکاري د دولت د پروژو او پلانونو د تطبیق برخه کې موثره واقع کېدلی شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته