امنیت

حامدکرزي دکندهار په ولایت کې ماین ایښودنې په کلکه وغندلې

– کابل باختر دلړم ١١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي هغه ماین ایښودنې په کلکه وغندلې چې له امله یې د کندهار په ولایت کې زموږ بې ګناه هېوادوال  ووژل شول.

د کندهار د والي  د معلوماتو له مخې، پرون یو مسافر وړونکی میني بس موټر د قندهار ولایت د معروف په ولسوالۍ کې  په سړک کې په ښخ کړي شوي و   ماین وخوت چې له امله یې شپږ ملکې وګړي شهیدان شول.

همدا راز پرون د دغه ولایت د ارغستان په ولسوالۍ کې یو بل موټر په ایښودل شوي ماین وخوت چې له امله یې  یو ماشوم شهید  او څلور تنه نور ټپیان شول چې درې تنه یې ماشومان و.

د هېواد جمهوررئیس دغه تروریستي وحشي عملونه په کلکه  وغندل ا ود هغو عاملین یې د پردیو نوکران وبلل چې غواړي د خپلو بادارانو په اشاره  زموږ بې ګناه خلک په وینو او خاور ولړي اولت پت کړي .

حامدکرزی د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب  وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته