امنیت

دوه تنه په چاوديدونکو توکو بار يو موټر سره ونيول شول

ايبک باختردليندۍ دمياشتې ١٤نيټه :
د سمنګانو ولايت د ملي امنيت موظفينو پرون دوه تنه په چاوديدونکو توکو بار  يو موټر سره ونيول .
د سمنګانو د والي وياند محمد صديق عزيزي باختر آژانس ته وويل: دغه دوه تنه په چاويددونکو توکو بار يو ډينا موټر سره د ايبکو ښار له مربوطاتوڅخه دملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: نيول شويوکسانو په ابتدايي تحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې يو لړ چاودنې ترسره کړي.
پاى شکريه   ذ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته