امنیت

د واده په موټر د ماين د چاودنې له امله دوه تنه شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٨
دهلمند ولايت په مربوطاتوکې تېرماښام د واده په يوه موټر د ماين د چاودنې له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د هلمند ولايت د همغږۍ د برخې مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه چاودنه د واشير ولسوالۍ د نوي کاريز په ساحه کې رامنځته شوې ده.
د ده د څرګندونو له مخې: دغه کسان د نيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ اوسيدونکي وو چې د يوه واده په مراسموکې دګډون په مقصد دغې ولسوالۍ ته تللي وو او د ستنيدو په وخت کې د سپرلۍ موټر يې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
خبرځاى زياته کړه: چاودنه په سراچه ډوله موټر شوې ده چې له امله يې دوه تنه شهيدان او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغې پيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته