امنیت

د ملي امنيت ادارې د تحقيق او اختراع يو مرکز جوړ کړ

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٤
د ملي امنيت د لوى رياست وياند وايي: دغې ادارې د استعدادونو د ودې په خاطر د تحقيق او اختراع يو مرکز جوړ کړى دى.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د ملي امنيت دلوى رياست وياند حسيب صديقي نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې دغه رياست له نورو دولتي مرکزونو سره د افغانستان د تحقيق او اختراعاتو يو مرکز جوړ کړى دى.
ده د دغه مرکز د جوړولو هدف د اختراعاتو او تحقيقاتو په برخوکې داستعدادونو وده وبلله چې له استعدادونو سره مالي او تخنيکي ملاتړ وشي.
ده زياته کړه: هر هيوادوال چې د اختراع او رامنځته کولو استعداد او يا د يو اثر د جوړولو استعداد ولري؛ کولاى شي خپله اختراع او تحقيق له دغه مرکز سره شريک کړي چې د هغوى ملاتړ وشي.
صديقي ١٩١٩ شمېره مشخصه کړه او هغه کسان چې د تحقيق او اختراع توان ولري؛ کولاى شي له دغې لارې د تحقيق له مرکز سره اړيکه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته