شبرغان/ باختر د وږي يو ويشتمه :
په جوزجان ولايت کې ٣٣ تنه تښتول شوي مسافران پرون آزاد کړى شول.
د جوزجان ولايت د درز اب ولسوالۍ سرپرست باز محمد داور باختر آژانس ته وويل چې درې ورځې مخکې ديارلس تنه مسافران له طالبانو سره د همکارۍ په تور د داعش د ډلې له خوا او شل تنه مسافران له داعش سره د همکارۍ په تور د وسله والو طالبانو له خوا د قوش تيپې ولسوالۍ له لارې څخه تښتول شوي وو .
خبرځاى وويل چې دغه درې ديرش تنه مسافران د سيمې د سپين ږيرو او مشرانو په منځګړيتوب د داعش او طالبانو له بند څخه آزاد شول .
ختم- ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ