سیاست

کابینې، د فوایدعامې وزارت ستراتیژي په پرنسیب کې تائید کړه

 کابل باختر/ د وږي د مياشتې٨ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې جمهوررئیس غني د کابینې په غونډه کې د ملي امنیت نوي سلاکار حمدالله محب ته هرکلی ووایه او  په چارو کې یې ورته د لازیاتې بریا هیله وکړه.
د اجنډا مطابق د عدلیې وزیر د اوسپنې پټلۍ د قانون طرحه مطرح کړه وې ویل، یاده طرحه د قوانینو کمېټې په ۱۱ څپرکو او ۵۸ مادو کې تصویب کړی ده. هغه زیاته کړه، د یاد قانون په وضع کولو سره د اوسپنې پټلۍ فعالیتونه او قانوني مقام تثبيتېږي.
کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د اوسپنې پټلۍ د قانون طرحه په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه دې له وزارتونو او د جمهوري ریاست اړوندو ادارو سره په ګډه غونډه کې تر ارزولو وروسته نهایي کړي.
وروسته د عدليې وزیر د تقنیني اسنادو د مرحلو بشپړولو د قانون طرحه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه: د قانون یاده طرحه په ۹ څپرکو او ۶۰ مادو کې د قوانینو کمېټې تائید کړې ده.
کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د تقنیني اسنادو د مرحلو بشپړولو د قانون طرحه تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه دې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره سمه او نهايي کړي.
ورپسې د بدني روزنې او ورزش د قانون طرحه عدلیې وزیر غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه چې یاده طرحه په ۶ څپرکو او ۳۲ مادو کې د قوانینو کمېټې تائید کړې ده.
کابینې له بحث او غور وروسته یاده طرحه په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د مالیې وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست سره په همغږۍ دې د ورزش ملي برنامې د ایجاد او د ورزش د ودې او پراختیا په موخه د خصوصي سکتور ونډه او د غونډې د نورو یادونو په پام کې نیولو سره تر بیا کتنې وروسته نهایي کړي.
دغه راز عدلیې وزیر د ناریه وسلې، مهماتو او چاودونکو موادو قانون ۱ ګڼه ضمیمه طرحه غونډې ته وړاندې کړه ويې ویل، دا طرحه د ۲۳/۲/۱۳۹۷ نیټې د قوانینو کمېټې غونډې په ۳ څپرکو او ۱۶ مادو کې تائید کړی ده.
کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې دغه طرحه دې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره سمه او نهايي کړي.
ورپسې د فوایدعامې وزیر د (۲۰۱۹-۲۰۲۳) کلونو لپاره د دې وزارت ستراتېژي غونډې ته وړاندې کړه.
هغه زیاته کړه، د دې ستراتیژۍ اصلي موخه د سوداګرۍ او سیمه ‎‎ییز ترانزیټ په مرکز د افغانستان بدلول دي، دغه راز دا ستراتیژي په درې عمده برخو ( په سړکونو کې د پایدارې پانګونې، د سړکونو اتصال او لاسرسی او د سړکونو خوندیتوب) تمرکز کوي.
کابینې د فوایدعامې وزارت له نوښت څخه د قدردانۍ ترڅنګ یاده ستراتیژي په پرنسیب کې تائید کړه.
دغه راز کابینې د اړوندو وزارتونو ګډه کمېټه موظفه کړه چې د ترانسپورټ سکتور د چارو د انسجام په اړه دې هراړخیزه طرحه ترتیب او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي. 
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په چین ولسي جمهوریت کې د تیسنګهوا هنري پوهنتون څخه د شن ژن نانشوا موزیم ته د افغانستان د تاریخي اثارو نندارتون د ځای بدلولو په اړه د دې وزارت وړاندیز غونډې ته مطرح کړ چې تائید شو.
دغه راز د عامې روغتیا وزیر روغتونو ته د مدیریتي واکونو د ورکړې طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، موخه یې د مدیریتي صلاحیتونو ورکړه، د مسوولیت منل او په موقع د تصمیم ګېرۍ د روحیي د رامنځته کولو او په روغتونونوکې د تخصصي روغتیايي خدماتو د کیفیت لوړول دي چې په پلي کولو سره یې په دولتي روغتونونو کې د تدارکاتي پروسې د اوږدوالي ستونزې حلېږي چې کابینې تائید کړه.
د غونډې په بله برخه کې د افغانستان د ځمکو ادارې رئیس د ځمکې د انقال اړوند لاندې موضوعات غونډې ته مطرح کړل چې کابیني تائید کړل:
په کونړ ولایت کې د بدني روزنې او سپورت امریت د سپورتي کمپلکس د ودانۍ د جوړولو په موخه مالیې وزارت ته د ۱۳ جریبه او ۶ بسوو او ۹ بسواسې دولتي ځمکې موازي انتقال؛
په کونړ ولایت کې د ۲۰۰ بستریز روغتون ودانۍ د جوړولو په موخه مالیې وزارت ته د ۳۳ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال؛
د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ښوونکو د ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۵۰۰ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال؛
د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د غازي امان الله خان ښوونځي د ودانۍ د جوړولو په موخه د ۸ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال؛
د دارالامان اداري کمپلکس د لومړي فاز د جوړولو په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د څېړنیزو فارمونو او ورېښمو فارم ۲۵۰،۶۳ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال؛
د کابل ولایت اړوند په خاکجبار ولسوالۍ کې د یو جریب دولتي ځمکې موازي انتقال، په موسهي ولسوالۍ کې د زر متره مربع دولتي ځمکې موازي انتقال او په سروبي ولسوالۍ کې د زر متره مربع دولتي ځمکې موازي انتقال مالیې وزارت ته د یادو ولسوالیو د څارنوالیو د ودانیو د جوړولو په موخه؛
د پکتیا ولایت په مرکز کې د ملي راډیو ټلویزیون د ودانۍ د جوړولو په موخه د ۴ جریبه، ۱۳ بسواسې او ۲،۸۵ متر مربع دولتي ځمکې موازي انتقال؛
د کاپیسا ولایت په کوهبند ولسوالۍ کې د توقیف‎خانې د جوړولو په موخه د ۳۰۰۰ متره مربع دولتي ځمکې موازي انتقال؛
د کابل ښار په پل محمودخان سیمه کې د اسان خدمت ادارې لپاره ۵ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال؛
په پکتیکا ولایت د پوهنتون د ودانۍ د جوړولو لپاره د ۲۵۰ جربیه دولتي ځمکې موازي انتقال؛
د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او منابعو معین ۱۰ بین المللي معاهدې غونډې ته مطرح کړې چې کابینې تائید کړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته