امنیت

دهېواد په ختيح کې دداعش په سنګرونو دداعش دځانګړو ځواکونو دمرګانيو بريدونو دوام .

کابل باختر د  مرغومي پنځلسمه :
دهېواد  په ختيځ کې  دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې دداعش دډلې لس تنه غړي ووژل شول .
په دغو داعشيانو په تيرو  څلورويشتو ساعتو کې ددغه ختيځ ولايت  ننګرهار په ځينو سيموکې ځمکني  او هوايي بريدونه  وشول .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو يوه قوماندان  باختراژانس ته وويل  چې په ډيرو نويو بريدونو کې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دڅو تنو پاکستاني  جګړه مارانو په ګډون  لس تنه داعشيان وژل شوي دي .
ده  وويل چې په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت دهسکې مينې ، اچين او روداتو دولسواليوپه ګډون  ددغه ولايت په ځينو سيمو کې ددوى په سنګرونو  کې بريدونه شوي دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې،  په دغوځمکنيو او هوايي  بريدونوکې دداعشيانو څو پټنځي اومرکزونه  له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
پوځيان وايي چې ددوى بريدونه به دهېواد په ختيځ کې دداعشيانو دټغر تر راټولولو پورې دوام ومومي . 
پوځي مقامات وايي چې ډار اچوونکي د ډيورنډ  دکرښې له لارې او دپاکستان  داستخباراتو دسازمان په مستقيم ملاتړ سره  افغانستان ته راځي اوپه دار اچوونکو بريدونو لاس پورې کوي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي  مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې ٤ ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغوماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې  پوځيان دننګرهار ولايت دخوږياڼيو او هسکې مينې په ولسواليو کې  دجنګي وسايلو ددوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .  په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .   ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته